انصار: (دکب 17مه)، په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز ۹۰۰ورځې پوره شوې.
که څه هم د طالبانوحکومت د زده کړو اړوندو ادارو ویلي چې د نجونو د زده کړو په تړاو د یو مناسب چوکاټ تر جوړېدو وروسته به ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو له نهه سوه ورځو تېرېدو وروسته لاهم په دې برخه کې پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته دوې اوونۍ پاتې دي.
تر دې وړاندې په کور دننه او بهر له طالبانو حکومت څخه غوښتل شوي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو برخلیک روښانه کړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د بشري حقونو په برخه کې د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي چې د باثباته افغانستان لپاره اړتیا ده چې مېرمنو ته د کار او زده کړو حقونه ورکړل شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30473